طالبانو د ۱۰زره مېګاواټه برېښنا پروژې د چټک پیل اړوند میرویس عزیزي سره خبرې کړې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر دوبۍ ته د خپل سفر پر مهال د عزیزي ګروپ له مشر میرویس عزیزي سره کتلي او هغه سره یې د شوې هوکړې پر بنسټ د ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا پروژې د ژر پېلېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوو د یادې پروژې په اړه د همغږۍ، همکارۍ او د بهیر چټکتیا په تړاو مفصلې خبرې کړې دي. یاد پانګه‌وال څه موده وړاندې له طالبانو سره د ۱۰مېلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه تولیدي برېښنا تړون لاسلیک کړی دی.

د امرالله صالح په ګډون د مخکېني جمهوري نظام یو شمېر چارواکي د میرویس عزیزي دغه پروژه خیالي او له حقیقته لرې بولي؛ خو عزیزي ټینګار کړی چې خپله دغه ژمنه به په عمل کې ثابتوي.

نور خبرونه

رادیو