په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د هند یو لوړپوړی ډېپلوماټ هرېش کومار له افغانستانه اېستلی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه هندی ډېپلوماټ (د اګست په ۱۷مه) له کابل څخه د طالبانو مخالفو څېرو سره د اړیکو په تور شړل شوی دی.
طالبانو هغه د دغې ډلې له مخالفو څېرو سره د ناستې جوړونې او د هغوی د تنظیمولو د هڅې په تور «نامطلوب عنصر» بللی او له هېواده یې اېستلی دی.
هرېش کومار د پخواني جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته په کابل کې د هند د بهرني استخباراتو ادارې د ډېپلوماټ او ارتباطي افسر په توګه ټاکل شوی و.
سرچینې وايي، هغه د ډیلي او قطر په سفر کې د طالبانو له یو شمېر مخالفو مشرانو سره لیدلي او په دې لیدنه کې یې په اسلاماباد کې د یوې ناستې جوړېدو په اړه خبرې کړې وې.
د طالبانو د مخالفانو ناسته په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو په ځانګړي ډول د ملاعبدالغني برادر، یعقوب مجاهد او امیرخان متقي د سخت مخالفت له امله وځنډېده.
د سرچینو په وینا؛ کومار د طالبانو له مخالفو مشرانو سره په تماس کې و؛ څو په قطر یا دوبۍ کې یو کنفرانس جوړ کړي.
سرچینو ویلي، چې ډیلي ته له ستنېدو وروسته دغه ډېپلوماټ (د اګسټ په ۱۳مه) کابل ته راستون شو او (د اګست په ۱۵مه) یې د کابل شهر نو په یوه رسټورانټ کې د طالبانو له څو مخالفانو سره ولیدل.
سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسټورانټ چاپه ووهله او په غونډه کې شته افغانان یې ونیول.
د سرچینو د څرګندونو لهمخې؛ طالب چارواکو (د اګسټ په ۱۶مه) په کابل کې د هند سفارت ډېپلوماټان وبلل او د هرېش کومار د سملاسي اېستلو پرېکړه یې ورسره شریکه کړه.
یاد هندی ډیپلوماټ (د اګسټ په ۱۷مه) له کابل نه ووت او بېرته ډیلي ته ستون شو.
د هند سفارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.