ایرانی چارواکی: باید افغانستان پخوانیو نړۍوالو تړونونو ته ژمن پاتې شي

۳ ورځې مخکې

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون مرستیال عباس مقتدايي ویلي:« اوس له ګاونډیانو سره د شخړو وخت نه‌دی، موږ له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړیکې غواړو؛ خو باید افغانستان هم د نړۍوالو تړونونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.»

اېراف خبري اژانس د نوموړي په حواله په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، اوس له ګاونډیانو سره د شخړو وخت نه‌دی؛ خو ټول هېوادونه او په تېره بیا افغانستان باید نړۍوال تړونونه او د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت کړي.

مقتدايي د افغانستان د بخش‌اباد بند د پرانیستلو او پر ایران د دغه بند د اغېزو په اړه ضمني اندېښنه ښودلې؛ خو ښکاره نیوکه یې نه‌ده کړې. مقتدايي زیاتوي:« زموږ ګاونډیان باید د پخوانیو تړونونو پر بنسټ هم خپلې او هم د ایران ملي ګټې په پام کې ونيسي.»

هغه ویلي: «زموږ ترمنځ د اوبو ډیپلوماسي ډېر ارزښت لري، باید په دې اړه یوازې له افغانستان سره نه؛ بلکې عراق، ترکیې، ارمنستان، ترکمنستان او اذربایجان سره هم ګډ فکر او همغږي ولرو.»

مقتدايي وايي:« موږ د افغانستان درناوی کوو او په ورته وخت کې له افغانستان او ټولو ګاونډیانو سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو.»

د بخش اباد بند جوړولو کار د تېر جمهوریت پر مهال پيل شوی و او طالبانو یو کال مخکې اعلان وکړ چې، د دغه بند تر ۶۰ سلنه ډېر کار بشپړ شوی او ایران له پخوا لا د دغه بند په اړه اندېښنې لرلې.

نور خبرونه

رادیو