طالبانو په تخار کې د «حزب ‌التحریر» لس غړي نیولي دي

۲ ورځې مخکې

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې لس تنه د «حزب‌التحریر»د غړیتوب او دیني ـ سیاسي تبلیغ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د جمعې پر مازیګر د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې په یوه کور کې هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شول چې د حزب‌التحریر په بلنه د یوه تعلیمي او تبلیغي ناستې لپاره راغونډ شوي وو.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ناستې ګډونوال زیاتره ځوانان او د پوهنتون محصلین وو چې د اسلامي خلافت د تاسیس په اړه یې خبرې اورېدې. د معلوماتو له مخې، طالبانو د غونډې د پای ته رسېدو پر مهال پر کور چاپه وهلې او لس تنه یې له ځان سره وړي دي.

ویل کېږي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه اوس هم د طالبانو د استخباراتو په زندان کې تر پوښتنو لاندې دي. دوی تورن دي چې په منظمه توګه د حزب‌التحریر د غونډو کوربه توب او د افکارو خپرول یې ترسره کول.

په ورته وخت کې، شپږ تنه نور چې تازه د حزب‌التحریر غونډو ته ورغوښتل شوي وو، د خپلو کورنیو د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.

حزب‌التحریر یوه نړیواله اسلامي ډله ده چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي او په افغانستان کې یې د پلویانو شمېر کم نه دی. دغه ډله، که څه هم وسله‌واله مبارزه نه لري، خو طالبان ورته د یوه سیاسي ـ فکري سیال په سترګه کتل کېږي.

طالبانو تر اوسه د دغو نیونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو د دوی د پخواني دریځ له مخې، د هر ډول موازي اسلامي تحریکونو فعالیتونه د "شرعي حاکمیت" پر وړاندې ننګ ګڼي او په کلکه یې مخنیوی کوي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د طالبانو دا ډول اقدامات ښيي چې دوی د فکري مخالفینو د زغملو توان نه لري او د هر ډول سیاسي یا دیني بدیل د رامنځته کېدو پر وړاندې یې د صفر زغم تګلاره خپله کړې ده. د شنونکو په وینا، دا کار ښايي د ځوانانو د افراطیت او نورو پټو فعالیتونو د زیاتېدو لامل شي.

نور خبرونه

رادیو