یوروشیلم ورځپاڼې جمعه (د وږي ۲۱مه) د یوې مقالې په خپرولو سره لیکلي، کله چې په ۲۰۲۱کال کې د افغانستان جمهوریت وپرځېده؛ القاعده شبکې په پټه خپله شبکه یو وار بیا له سره تنظیم او له طالبانو سره یې نږدې همکاري پيل کړه.
په دغه مقاله کې راغلي، چې امریکا د سپټمبر ۱۱مې پېښې د ۲۴مې کلیزې پر مهال له اندېښنې ډکې پوښتنې سره مخ ده، هغه دا چې ایا تاریخ د تکرارېدو په حال کې دی؟
د مقالې له مخې، که څه هم تر دې پېښې څو کاله وروسته القاعده شبکه کمزورې او جنګیالي یې له افغانستانه ووتل؛ خو کله چې له افغانستانه امریکایان ووتل او جمهوریت وپرځېده، دغه شبکه بېرته په پټه افغانستان ته راوګرځېده.
مقاله زیاتوي، که څه هم طالبانو له امریکایانو سره ژمنه کړې وه چې له القاعده شبکې سره به همکاري نه کوي؛ خو راپورونه ښيي، چې دغه شبکه اوس هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري او له طالبانو سره یې اړیکې ټينګې کړې دي.
په ۲۰۲۴کال کې ډېلي میل راپور ورکړ، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ژوندی دی او د القاعده شبکې په مشرۍ کې مهم رول لري. دغه ډول سیف العادل هم له افغانستانه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د یادې ورځپاڼې په وینا؛ سیف العادل د مصر پخوانی کومانډو سرتېری او په ۱۹۹۸کال کې د امریکا پر سفارتونو په بریدونو تورن دی.
شنونکي وايي، که څه هم د سپټمبر ۱۱مې پېښې په کچه برید په نږدې راتلونکې کې ناشونی ښکاري؛ خو کوچني بریدونه، په ځانګړي ډول د بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوني او د اندېښنې وړ دي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو ملاتړ، کورني اختلافات او پاکستاني طالبانو تحریک په شان ډلو سره اړیکې د القاعده شبکې لپاره زمینه برابرولای شي.
سیاسي شنونکی عظیم شینواری اټکل کوي، چې القاعده شبکه په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ تجربه لرونکي قوماندانان او نږدې ۵۰۰۰ غړي لري.
پاکستانی شنونکی ډاکټر اعجاز حسین بیا وايي، چې د طالبانو په لیکو کې دننه سیالي، په ځانګړي ډول د حقاني او کندهار څانګو ترمنځ اختلافات د افراطي ډلو د کنټرول هڅې پېچلې کړې دي.
شنونکي دارنګه وايي، چې په دې برخه کې هر ډول غفلت خطرناک دی. د طالبانو تر سیوري لاندې د القاعده شبکې پیاوړتیا د امریکا او ملګرو لپاره یو وار بیا لوی ګواښ کېدای شي؛ باید غفلت و نه شي، که غفلت وشي افغانستان یو ځل بیا د نړۍوالو ترهګرو په خوندي ځایونو بدلېدای شي.