طالبانو اروپا ته د خپلو ډېپلوماټانو سفر تایید کړ

۲ ورځې مخکې

سرچینو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو یو پلاوي د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو ترلاسه کولو او د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه د خبرو لپاره اروپا ته سفر کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د یاد پلاوي برخه دی.

د حریت راډیو په نوم طالبانو ته نږدې رسنۍ د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی او د دغه هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره یې د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه خبرې کړي دي.

د راپور له مخې دغه پلاوي په تېره میاشت کې سویس او جرمني ته سفر کړی و او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د استازولیو په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه طالب چارواکو په رسمي ډول د یاد پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ میاشتې په پای کې منلي وه، چې د جرمني له حکومت سره یې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د قطر په منځګړیتوب همکاري کړې ده.

بلخي ویلي و، چې د جرمني هېواد سره د همکاریو بحثونه به «په جرمني کې د مېشتو افغانانو لپاره د شفاف او معیاري کونسلي خدمتونو» تر ډاډمن کېدو دوام ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه چې د‌ طالبانو ډېپلوماټان دغه هېواد ته رسېدلي او له اداري مرحلو وروسته به خپله دنده پیل کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د طالب ډېپلوماتانو منل د افغانانو کنسلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو