د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه هیله لري د «چارلي کرک»قاتل د اعدام په سزا محکوم شي.
هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز خبرې شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړې، چې پر برید تورن کس د پولیسو لخوا نیول شوی دی، او ټینګار یې وکړ: «زه هیله لرم چې هغه د اعدام سزا ترلاسه کړي».
چارلي کرک،د امریکا یو توندلاری محافظهکار سیاسي فعال او د«امریکا د بدلون ټکی سازمان»بنسټ ایښودونکی وو، چې د ځوانانو ترمنځ د خپل نفوذ له امله په محافظهکاره کړیو کې یې ځانګړې پېژندنه درلوده. د هغه وژل کېدل په سیاسي ډګر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کويچې د امریکا په سیاسي فضا کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د سیاسي شخصیتونو د امنیت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.