په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې مشر نورالدین ترابي له مرستندویه موسسو سره د نېکو اړیکو پر درلودو ټینګار کړی دی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر «نورالدین ترابي» د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په کونړ ولایت کې له زلزله خپلو سره د کېدونکو مرستو د څارنې په بهیر کې د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست شهاب الدین دلاور او د کونړ له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د زلزلو له امله د زیانمنو لپاره د دایمي کورونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې او همداراز یې له مرستندویه موسسو سره د نېکو اړیکو د درلودو غوښتنه وکړه.
نورالدین ترابي ټینګار وکړ، «د زیانمنو لپاره جوړېدونکي کورونه باید د معیاري نقشې، لوړ کیفیت او د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د زلزلو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.»
له دې سره سم، د کونړ والي د زلزلهځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال په کونړ کې له زلزله ځپلو سره په کتنه کې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دولت له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د زلزلهځپلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز یې له خیریه مؤسسو او مرسته کوونکو خلکو هم وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دایمي سرپناوو پر جوړولو تمرکز زیات کړي.