د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې بنسټ سرمنشي حسین ذوالفقاري وايي، هغه تېزاب چې د کېمیاوي نشهيي توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي؛ له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي او ایران د افغانستان او اروپايي هېوادونو د نشهيي توکو قرباني دی.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا پنجشنبه (د وږي ۲۰مه) د نوموړي په حواله لیکلي، چې د کېمیاوي نشهيي توکو تېزاب (پرېکرسر) له اروپا څخه افغانستان ته راوړل کېږي.
د یادې ادارې سرمنشي حسین ذوالفقاري د پنجشنبې په ورځ عراق ته تللی او هلته یې له نشهيي توکو پر ضد د ایران او عراق ګډې کمېټې په دویمه غونډه کې ګډون وکړ. ذوالفقاري په یاده غونډه کې ویلي، چې ایران د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د نشهيي توکو د قاچاقو پر پوله پروت او قرباني هېواد دی.
خو په افغانستان کې د تېر جمهوریت پر مهال څو ځله په هرات، فراه او نیمروز ګمرکونو کې هغه تېزاب ونیول شول، چې له ایران څخه راقاچاق شوي وو. له دغه تېزابو څخه د ښیښې او هیرویینو په جوړولو کې کار اخیستل کېده.
دغه ډول د جمهوریت پر مهال افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسیون جوړ کړی و؛ خو ایران تر پایه پورې د دغه کمېسیون په غونډه کې هم برخه وانه خیسته.