د بلخ والي او د ایران سفیر په مزارشریف کې د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا نن د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره په مزارشریف کې لیدلي. د بلخ د مقام دفتر ویلي، چې دواړو لوریو د برېښنا او ټرانزیټ، کانونو، صنعت او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په تړاو پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بلخ ولایت د رسنیو مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، ددغې ناستې د خبرو مهمه برخه د اقتصادي اړیکو پراخېدل وو.

خبرپاڼه زیاتوي، د دواړو هېوادونو استازو د وارداتو او صادراتو د ډېروالي ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ د ودې لارو چارو باندې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، په ګډو خبرو کې د برېښنا د زیاتوالي، د رېل پټلۍ او ټرانزیټي لارو د پراختیا، د کانونو د استخراج او د تجارانو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د مسلکي کسانو روزنه هم د بحث مهم ټکی و.

د طب، کرنې او انجینرۍ په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره د کارخانو په جوړولو باندې هم تاکید وشو.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پنبې په څېر کرنیزو توکو ته د نړیوال بازار موندنه او د ګډو پانګونو رامنځته کول د لیدنې هغه موارد وو، چې دواړو لوریو پرې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو