د جرمني د زرغون ګوند مشر: له پاکستانه د افغانانو اېستل او د برلین چلند د شرم وړ دی

۳ ورځې مخکې

د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس باناژاک د افغان پناه‌ غوښتونکو او د جرمني د پخوانیو همکارانو په اړه د اسلام‌اباد او برلین چلند د شرم وړ بللی دی. هغه ویلي، چې د جرمني حکومت باید له پاکستان سره د تړونونو له لارې دا هېواد قانع کړي چې د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.

باناژاک د برلین یوه خبري اژانس ته په څرګندونو کې ویلي: «دا یوه رسوایي ده. د جرمني حکومت بې‌پروا ننداره کوي چې څنګه د پاکستان پولیس د پناه‌ غوښتنې مستحق افغانان له هغو مېلمستونونو راباسي چې د جرمني د نړۍوالې همکارۍ ادارې(جي ای زیډ) پورې تړلي دي او په زور یې افغانستان ته ستنوي.»

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واد‌یفول غوښتنو ته په کتو سره هېڅ پام نه دی کړی. نوموړي دا وضعیت «ننګین» بللی او ټینګار یې کړی، چې برلین باید د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

باناژاک ټینګار کړی، چې د جرمني حکومت دې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره کار وکړي چې په وروستیو کې اېستل شوي دي او همدارنګه د پاتې کسانو لپاره روغتیایي خدمتونه، حقوقي ملاتړ، مشورې او له سفارت سره دوامدارې اړیکې برابرې کړي.

هغه ویلي: «پخوانيو افغان همکارانو زموږ په خدمت کې د خپل ژوند خطر منلی و، اوسنی چلند د هغوی په شان کې نه دی.»

دا په داسې حال کې د ه، چې اوسمهال له دوو زرو څخه ډېر افغانان په پاکستان کې د جرمني د ویزې په تمه دي. ډېری یې په تېرو کلونو کې د جرمني ځواکونو او ادارو سره کار کړی دی. د دوی یو شمېر له څو میاشتو او حتی کلونو راهیسې په اسلام‌اباد کې د پرېکړې وروستۍ پایلې ته انتظار باسي، خو ځینې بیا د پاکستان پولیسو نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.

په تازه پېښو کې د پاکستان پولیسو د افغان پناه‌ غوښتونکو پر مېلمستونونو برید کړی او یو شمېر یې افغانستان ته ستانه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې چې د اېستل شویو کسانو د لنډمهالې مېشتېدو زمینه په ننګرهار او کابل کې برابره کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې له خپل پاکستاني سیال سره د افغان پناه‌ غوښتونکو پر وضعیت خبرې کړي، خو ښکاري چې دغه مذاکرات د جبري اېستلو مخنیوی نه دی کړی.

د جرمني حکومت وایي، چې د افغانانو د لېږد پروسه به یوازې د امنیتي څېړنو وروسته بشپړېږي. نږدې دوه اوونۍ وړاندې ۵۰افغان پناه‌ غوښتونکي جرمني ته ولېږدول شول، خو لا هم له دوو زرو زیات نور کسان د اوږده ځنډ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

حکومت ژمنه کړې، چې د دغو دوسیو د حل پروسه ګړندۍ کړي ترڅو نور افغانان له بې‌سرنوشته حالت څخه ووځي.

نور خبرونه

رادیو