احمد ضیا سراج: د افغانستان د سقوط بیه به سیمه ورکړي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیا سراج خبرداری ورکړی، چې د ترهګرو ډلو شتون یوازې د افغانستان تر پولو پورې محدود نه دی، بلکې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم خپور شي. نوموړي وویل، هېوادونه به د افغانستان د سقوط بیه په خپله ورکړي.

سراج دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د «افغانستان د نظام د سقوط د اغېزو ارزونه» تر سرلیک لاندې په علمي-څېړنیزې غونډه کې وکړې، چې د برونل پوهنتون په کوربه‌توب ترسره شوه.

هغه ټینګار وکړ، چې د وخت په تېرېدو سره به نړۍواله ټولنه هم د دې ګواښونو درنه بیه ورکړي.

نوموړي د ۲۰۲۱کال د فبرورۍ یوې غونډې ته په اشارې سره وویل، چې ده هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې که د نړۍوال اېتلاف ملاتړ پای ته ورسېږي، د افغانستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې له جدي ستونزو سره مخ شي.

هغه د سیمې له هېوادونو غوښتنه کړې وه، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي ځکه هغوی د سیمې په استازیتوب له نړۍوال تروریزم سره جګړه کوي، خو د ده په خبره هېڅ عملي مرسته ونه شوه.

سراج یادونه وکړه، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ډېر ستړي شوي او بې شمېره قربانۍ یې ورکړي دي. ده وویل، د ترهګرو شتون په لنډمهال کې د افغانانو لپاره ناورین دی، خو په اوږد مهال کې به سیمه د هغې بیه پرې کوي.

دغه پخواني امنیتي چارواکي په خپلو خبرو کې د جمهوریت د دورې ننګونې هم یادې کړې او ویې ویل، چې په تېرو کلونو کې د دوښمن د پېژندنې او خپل وضعیت په درک کې نیمګړتیاوې موجودې وې.

په دغه کنفرانس کې نورو ویناوالو هم د افغانستان د نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا راتګ اغېزې وڅېړلې. دوی ټینګار وکړ، چې د طالبانو حاکمیت یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او ان د لوېدیځو هېوادونو لپاره هم یو جدي ګواښ دی.

د هغوی په خبره، د بنسټپالنې زیاتوالی، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د ډېموکراسۍ کمزوري کېدل او د نړۍوالو ترهګریزو شبکو پراخېدل هغه ګواښونه دي، چې که نړۍواله ټولنه پر وخت او په اغېزمن ډول همکاري ونه کړي، ټولې سیمې او لوېدیځ به هم اغېزمن شي.

نور خبرونه

رادیو