طالبانو په ننګرهار کې د نشه‌یي ټابلیټونو د پروسس یوه کارخونه موندلې

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د غني‌خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه‌یي ټابلیټونو د پروسس یوه کارخونه موندلې، چې ۷ زره او ۲۰۰ نشه‌یي ګولۍ، د نشه‌یي ګولیو ۱۲ کیلو‌ګرامه اومه توکي او د پروسس یو ماشین پکې شامل دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) ویلي چې په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي. نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

همدا زار، د طالبانو د ننګرهار له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د کشفي عملیاتو په پایله کې یو کس د ۱۰ زره او ۷۵۰ نشه‌يي ټابلیټونو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

نور خبرونه

رادیو