اشرف غني: د هېواد د اقتصادي او سیاسي ناکامیو رېښې په فساد، زورواکۍ او بهرنیو لاسوهنو کې وې

۳ ورځې مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاسټونو په لړۍ کې د هېواد د وروستیو څلوېښتو کلونو د جګړو، اقتصادي ګډوډۍ او د نړۍوالو اړیکو د سیاست په اړه پراخې خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی، د قاچاق، فساد او زورواکو واکمني د دولتونو د بنسټونو د کمزورۍ اساسي لاملونه وو.

هغه په خپلو څرګندونو کې د هرات، ننګرهار، کندهار، نیمروز او نورو سیمو اقتصادي او سوداګریز ارزښتونه روښانه کړل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د جګړو تر ټولو ستر تمویل د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه کېده.

پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې یادونه وکړه، چې یوازې په شلمه پېړۍ کې له شمالي لارو د نشه‌يي توکو کلنۍ بیه ۳۰میلیارده ډالره وه، په داسې حال کې چې د سوېلي لارې ارزښت تر ۵۰میلیارده ډالرو رسېده.

هغه وایي، دغه قاچاقي لارې نه یوازې روسیې او چین ته رسېدې، بلکې د ایران، بلوچستان، افریقا او اروپا بازارونو ته هم غځېدلې وې.

هغه په خپلو خبرو کې د زمرد، مرمرو او رخام د معدنونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې طبیعي شتمنیو په غلا او غېرقانوني استخراج کې هم زورواکو او مافیا پراخ رول درلود.

د ده په وینا، د هرات د چشت شریف مرمرو تر ایټالیا پورې سوداګریز اهمیت درلود، خو د دولت کمزورتیا له امله دا شتمني د قاچاق له لارې بهر ته وړل کېده.

اشرف غني وویل، چې د مالیې وزیر په توګه یې هڅه وکړه چې د هېواد عواید له ۲۰۰میلیونه ډالرو پورته کړي او ګمرکات مرکزي کړي، خو زورواکو واليانو او زورمندانو کلک مقاومت کاوه.

هغه په یوه خاطره کې وویل، چې د هرات په جامع جومات کې یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او په پای کې یې وتوانېد چې د ګمرکونو مرکزیت عملي کړي، خو د ده په وینا، وروسته د زلمي خلیلزاد د فشارونو له امله د زورواکو قوماندانانو او سیاستوالو ته د واک شریکولو پرېکړه وشوه، چې دا د اصلاحاتو د ناکامۍ اصلي لامل وګرځېد.

له دې سره، ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د یونیکال او ډیلتا د تېلو او ګازو کمپنیو د پایپ لاینونو د پروژې یادونه وکړه.

د ده په وینا، په ۱۹۹۰لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال امریکا او پاکستان هڅه وکړه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسوي، خو د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله پروژه ناکامه شوه.

د پخواني ولسمشر په اند، افغانستان کولای شو چې د جغرافیایي موقعیت له کبله د اسیا د زړه په توګه په سیمه‌ییزو او نړۍوالو ټرانزیټي دهلېزونو کې کلیدي رول ولوبوي.

هغه د حیرتان، تورغونډۍ، زرنج، غلام خان او نورو بندرونو د اهمیت یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د وارداتو او صادراتو ترڅنګ د ټرانزیت له لارې څو برابره عاید ترلاسه کړي.

غني وايي، چې هغه ته یو داسې دولت په میراث ورپاتې شوی و چې نیمایي یې د زورواکو تر ولکې لاندې و. د هېواد یاد پخواني ولسمشر د کورنیو چارو وزارت یې د فساد تر ټولو لوی کانون وباله او ویې ویل، چې ان د افغانستان هوايي ځواک د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېل و.

د ده په وینا، امریکا د افغانستان د راتلونکي په اړه جدي علاقه نه لرله. نوموړي یادونه وکړه، چې د ۲۰۰۴په برلین کنفرانس کې یې نړۍواله ټولنه قانع کړې وه چې د افغانستان لپاره ۸.۲میلیارده ډالر مرسته ومني، خو د فساد او زورواکۍ له امله دا مرستې د بنسټیزو بدلونونو لامل نه شوې.

غني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان درې انتخابه لرل: د خدمتګار او پرمختیایي دولت جوړېدل، د مافیايي حکومت واکمني یا د بحرانونو پرله‌پسې دوام. هغه زیاته کړه چې له بده مرغه دویمه او درېیمه سناریو عملي شول، ځکه اصلاحاتو ته د فرصت پر ځای زورواکو ته واک ورکړل شو.

نور خبرونه

رادیو