د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ددغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې ده او وايي، دا بندیزونه له طالبانو سره د هوکړو خلاف دي.
یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د سپټمبر پر ۷مه د ملګرو ملتونو کارکوونکې او قراردادیان د دوی دفتر ته له داخلېدو منع کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د طالبانو دغه بندیزونه د کابل په ګډون په هرات، او مزارشریف کې هم د ملګرو ملتونو سیمه ییزو دفترونو ته غځېدلي دي او د دفترونو په دروازو کې طالبان ولاړ دي او ښځینه کارکوونکوته دفترونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
یوناما پر دغه بندیز اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي:«ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړې، چې طالبانو د زلزلې پرمهال او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو پرمهال نجونو او ښځو ملاتړ پر مهال د سفرونو د مخنیوي هڅې شوې دي.»
ملګرونو د طالبانو له خوا د یادو بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوې:« د طالبانو اوسني اقدامات په افغانستان کې د دې ډلې او ملګرو ملتونو ترمنځ د هغو هوکړو خلاف دي چې مخکې له طالب چارواکو سره شوې و. هدغو هوکړو ملګرو ملتونو ته دا زمینه برابره کړې وه چې د هېواد په کچه حیاتي مرستې د کلتوري حساسیت او اصولو له مخې ورسوي او ډاډ ترلاسه کړي چې ښخینه کارکوونکې ښځو ته مرستې ورسوي.»
د طالبانو د دغه نازه بندیز په غبرګون کې یوناما ویلي، چې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب د تضمین او د بشري مرستو د دوام لپاره بدیلي لارې ارزوي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د یادې ادارې پر کارکوونکو د تګ راتګ بندیز او خنډونه د نړیوالو قوانینو څخه په ښکاره ډول سرغړونه ده.