په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان مشورتي ناسته پيل شوې

۳ ورځې مخکې

د افغانستان په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشورتي ناسته د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې جوړه شوه. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او پر سیمې یې د اغیزو په اړه خبرې کیږي.

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایف تازه ویلي چې له طالبانو سره د غړو هېوادونو تعامل، په ځانګړي ډول د امنیتي چارو په برخه کې، د دې ناستې مهمه موضوع ده.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې ټولنیزې ستونزې، د ښځو حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه لا هم شته دي. د هغه په وینا، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د ستونزو په اړه ګډ نظر لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د سویلي اسیا د چارو عمومي رییس رضا بهرامي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په اړه د شانګهای د غړو ترمنځ د لا ډېرو همکاریو ارزښت د دې ناستې اساسي محور جوړوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان او تاجکستان ځانګړو استازو محمد صادق او خسرو صاحب‌زاده هم د دې ناستې په څنډه کې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ډېرېدونکو ننګونو خبرې کړې دي.

محمد صادق وویل چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د یوې ګډې او همغږې ستراتیژۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو