په کابل کې د طالبانو حج وزارت ته د هدېرې لپاره ځانګړې شوې سلګونه جریبه ځمکه وسپارل شوه

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، په کابل کې یې څه باندې ۵۵۵ جریبه ځمکه چې د هدیرې لپاره ځانګړې شوې، د دغې ډلې د حج او اوقافو وزارت ته په رسمي توګه وسپارله.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لوري په خپاره‌شوي بیان کې راغلي چې د کابل اوسېدونکي کولای شي، له دې وروسته خپل مړي په دغې ټاکل شوې هدیره کې ښخ کړي.

وړاندې د طالبانو عدلیې وزارت ویلي و چې د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په فرمان یې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په «ده کیپک» سیمه کې شاوخوا ۵۵۵ اعشاریه ۶۲۸ جریبه ځمکه عامه هدیرې ته ځانګړې کړې ده.

یاد وزارت همدا راز خبرداری ورکړی چې هېڅوک نه شي کولای، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې څخه د شخصي موخو یا د شخصي هدیرې په نامه ګټه واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمد قسیم فهیم هم د ده کیپک په غونډۍ کې ښخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکو د عامه هدیرو د نشتوالي په اړه په دوامداره توګه شکایتونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو