د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي چې له نیمايي څخه ډېر یې ماشومان دي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کونړ په زلزله کې له ۵۰۰ ډېرو نجونو او ۶۵۰ هلکانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوې، چې د کونړ لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي نه لرلو امله ښايي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د ارزونو له مخې، په دې زلزله کې د شاوخوا ۳۸زره کسانو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ډېری کورنۍ په موقتي سرپناه کې ژوند کوي.
د سمسور په نوم د کونړ یو ځايي اوسېدونکي ویلي:« زموږ ماشومان جامې نه لري؛ ټول شیان تر خاورو لاندې شوي دي. دا جامې چې مې اغوستې دي، یو ملګري راکړې دي. موږ هېڅ نه لرو. زموږ ماشومانو ته سرپناه، ګرم کالي او بوټان په کار دي. د ژمي په نږدې کېدو سره په خېمو کې ژوند کول ډېر ستونزمن دی.»
دغه سازمان ویلي، ۲۶۰۰ کورنۍ چې شاوخوا ۱۳زره پکې ماشومان دي په موقتي پنډغالو کې اوسېږي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د اداري پروګرامونو مشرې سمیرا رحمان ویلي، چې له ۲۰۰زره څخه ډېر ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړی وايي:«دغې زلزلې یوازې کورونه نه دي نړولي، بلکې راتلونکی یې هم ویجاړ کړی. والدینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او ماشومانو خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره داسې دوامداره ملاتړ په کار دی چې د خپل ژوند د بیا رغولو توان پیدا کړي.»
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان ویلي، چې په کونړ کې د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، نغدي مرستو او د ماشومانو لپاره د رواني ملاتړ چارې پر مخ وړي او تردې مهاله یې له ۱۶زرو ډېر کسان چې نږدې ۱۰زره یې ماشومان دي، تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.