اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د زده‌ کړو لپاره ۶ میلیونه یورو بېل کړل

۳ ورځې مخکې

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره د یوې نوې مرستې په لړ کې ۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دا مرسته به د "فخر" په نوم د نوې پروژې له لارې تطبیق شي، چې موخه یې د زده‌کړې خوندي، ټولګډونه او باکیفیته فرصتونو برابرول دي.

دا مرسته په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره ده، چې له ښوونځي پاتې دي، د معلولیت ستونزې لري او یا له زیان‌منونکو ټولنیزو شرایطو سره مخ دي.

سیو دي چیلډرن ویلي چې دغه نوې طرحه به د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړې د لاسرسي د ښه‌والي ترڅنګ د ټولنیز ملاتړ په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې ماشومانو ته د زده‌کړې فرصت برابرول د دوی د راتلونکي د هیلې او د ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

د اروپایي ټولنې د کابل پلاوي د معلوماتو له مخې، د "فخر" پروژه به د ۳۶ میاشتو په موده کې پر مخ ولاړه شي او درې بنسټیز اهداف به ولري چې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې خوندي چاپېریال برابرول، د هغوی د بنسټیزو مهارتونو لکه سواد او حساب وده، او د ټولنو ښکېلتیا چې د پروژې اوږدمهاله دوام تضمین کړي، پکې شامل دي.

دغه پروژه به د ټولنو پر بنسټ ښوونځي او د وړکتونونو مرکزونه جوړ کړي، د درسي موادو او کتابونو اسانتیاوې به برابرې کړي او د ماشومانو د زده‌کړې د چاپېریال د جوړولو ملاتړ به وکړي.

د اروپایي ټولنې د افغانستان د پلاوي شارژدافیر، ورونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «هر ماشوم د دې حق لري چې په یوه خوندي او ټولګډونه چاپېریال کې زده‌کړه وکړي، په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کړه د افغانستان د راتلونکي د هیلې لپاره مهمه ده.»

د سیو دي چیلډرن د افغانستان مشر ملکیامو کاسا د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي: «موږ د هغو مرستندویانو منندوی یو چې زموږ هڅې یې دوامداره ساتلې دي، موږ به هر هغه څه ترسره کړو چې د افغان ماشومانو ملاتړ او ساتنه وشي، ځکه هر ماشوم د دې مستحق دی چې خپل پوره ظرفیت ته ورسېږي.»

په افغانستان کې له هغې وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، د نجونو پر تعلیم پراخ محدودیتونه لګول شوي او زرګونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو بې‌برخې پاتې دي.

د طالبانو د حکومت پر دغه دریځ نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو سختې نیوکې کړې دي.

له همدې امله، نړیوال سازمانونه او مرسته کوونکي هېوادونه هڅه کوي د بدیلې زده‌کړې له لارې د افغان ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو، لپاره د زده‌ کړې فرصتونه برابر کړي.

نور خبرونه

رادیو