د ایران د اسلامي شورا مجلس استازي مجتبی زارعي د اېکس خواله رسنۍ له لارې د قطر امیر ته په پیغام کې وړاندیز کړی، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره یې د ایران د سپاه پاسدارانو له ځواک څخه مرسته وغواړي.
هغه د قطر پر پلازمېنې دوحې د وروستي برید یادونه کړې، چې پکې د حماس د سیاسي مشرانو استوګنځایونه موخه ګرځول شوي وو.
نوموړي ټینګار کړی، چې قطر باید اجازه ورکړي څو د سپاه پاسدارانو پرمختللي «فتاح» توغندي د دې هېواد په خاوره کې ځای پر ځای شي، څو د اسراییل د احتمالي بریدونو پر وړاندې د دفاع توان لوړ کړي.
زارعي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې د قطر لپاره اړینه ده څو د امریکا د پوځي ځواکونو وتل تضمین کړي.
د هغه په باور، د امریکا پوځي حضور په قطر کې نه یوازې د دې هېواد امنیتي خپلواکۍ ته زیان رسوي، بلکې د سیمې د کړکېچونو د دوام یو لامل هم دی.