د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د ۷۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ارزګان – کندهار لویې لارې د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، د پروژې له مخې به ۲۴ کیلومتره سړک قیر شي، دوه پلونه جوړېږي او ۶۰ پلچکونه او استنادي دېوالونه به هم ورغول شي.


طالبانو د ارزګان-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې پیل کړې
۳ ورځې مخکې