په لندن کې د افغانستان د جمهوري نظام د نسکورېدو د پایلو ارزونې کنفرانس ترسره شو

۳ ورځې مخکې

په لندن کې د برونل پوهنتون په کوربه‌توب په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنۍ د اغېزو په اړه یو علمي-څېړنیز کنفرانس جوړ شو، چې پوهانو، سیاستوالو او د مدني ټولنې فعالانو پکې ګډون کړی وو.

دا غونډه د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د ۲۴مې کلیزې او په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو د څلورم کال په درشل کې ترسره شوه.

په غونډه کې د پوهنتونونو استادانو، سیاستوالو او د مدني ټولنې فعالانو پراخ ګډون درلود. د ویناوالو په ډله کې د برونل پوهنتون استاد ډاکټر لوک، د ساسکس پوهنتون د انسان‌ پېژندنې څانګې مشر ډاکټر مګنس مارزدین او یو شمېر افغان سیاستوالو برخه اخیستې وه.

ویناوالو په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنۍ اغېزې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ، چې دا یوازې د افغانستان کورنی ګواښ نه دی، بلکې په پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او حتی د لوېدیځو هېوادونو په امنیت یې هم اغېز کړی دی.

د دوی په باور، د افراطیت زیاتوالی، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د ولسواکۍ کمزوري او د نړۍوال تروریزم د شبکو پراخېدل هغه ګواښونه دي، چې که نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو په حل کې په وخت او اغېزمنه توګه همکاري ونه کړي، د سیمې او لوېدیځ ښارونه لکه لندن به هم ترې خوندي پاتې نه شي.

د دغه غونډې په دویمه برخه کې د پروفیسور عبدالخالق لعلزاد نوی اثر «د افغانستان د قومي او جوړښتي بحران علمي حل لار» مخکتنه وشوه. دا کتاب د اغاخان پوهنتون استاد ډاکټر دادخدا دَګي له لوري ګډونوالو ته وروپېژندل شو او ورپسې پخپله لیکوال د خپل اثر د منځپانګې او د افغانستان د کړکېچ د حل پر وړاندیزونو خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو