د طالبانو د استخباراتو مشر: ځینې هېوادونه د داعش جنګیالي افغانستان ته استوي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ادعا کوي، چې د داعش ډلې مرکزونه د افغانستان دننه نه، بلکې د هېواد له پولو بهر دي او ځینې هېوادونه د دې ډلې جنګیالي د افغانستان د ناامنه کولو لپاره را لېږي.

وثیق د سپټمبر پر ۱۱مه د الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «داعش په افغانستان کې هېڅ اصلي مرکز نه لري او وروستي بریدونه د هېواد له پولو بهر طراحي شوي دي.»

د ده په وینا، د دغو بریدونو سرچینې د سیمې په بهرنیو هېوادونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې ده چې د داعش ډلې مرکزونه په پاکستان په ځانګړي ډول بلوچستان کې دي، خو پاکستاني چارواکو بیا ویلي، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» او داعش خراسان په ګډون د نورو وسله والو ډلو په پناه ځای بدل شوی دی.

وثیق هغه راپورونه «استخباراتي جوړښتونه» وبلل چې ګوندې د سوریې جنګیالي افغانستان ته انتقالېږي. ده ټینګار وکړ، چې دغه ډول راپورونه د شک، بې‌باورۍ او د طالبانو د سیاسي او امنیتي تعامل د بدنامولو لپاره خپرېږي.

د طالبانو د استخباراتو مشر زیاته کړه، چې افغانستان خپله د هغو ترهګرو ډلو چې د زده‌کړې مرکزونه او تمویل د بهرنیو هېوادونو په خاوره کې لري او د وسلو د تور بازار له لارې ځانونه سمبالوي قرباني دی.

هغه خبرداری ورکړ: «که سیمه او نړۍواله ټولنه د دغو مرکزونو په وړاندې بې‌پروا پاتې شي یا دوه‌ګونې تګلارې خپلوي، په نږدې راتلونکي کې به ټول د درنو پایلو شاهدان شو.»

وثیق د طالبانو په استخباراتو کې د اصلاحاتو یادونه هم وکړه او ادعا یې وکړه، چې نور د خلکو په خپلسري نیولو، شکنجو او وېروونکو چلندونو کې ښکېل نه دي.

ده ټینګار وکړ، چې داعش اوس د ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو په لاس کې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او ځینې هېوادونه په لویه کچه د دې ډلې د غړو د لېږد او مالي سرچینو د پټې ساتنې له لارې د هغوی په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

د طالبانو د استخباراتو مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو وار له مخه د افغانستان د خاورې د ترهګرو ډلو د بیا فعالېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، شاوخوا شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او روسیې اندېښنه ښودلې، چې د سوریې ترهګر افغانستان ته انتقال شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې القاعده بیا په افغانستان کې د فعالیت لپاره ځینې مرکزونه جوړ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو