ترکي هکرانو ته د یسراییل کاټز غبرګون؛ د ترهګرو د مشرانو د له منځه وړلو لړۍ به دوام ولري

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۰

اسراییلي رسنیو راپو ورکړی، چې ترکي هکرانو د دغه هېواد د دفاع وزیر یسراییل کاټز د ټلیفون شمېره موندلې او له هغه سره یې د ویډیويي تماس هڅه کړې ده. د راپورونو له مخې، کاټز دغه اړیکه په تېروتنې سره ځواب کړې او څو شېبو کې یې بېرته پرې کړې ده.

تر یادې پېښې وروسته د اسراییل د دفاع وزیر پر اېکس پاڼې ولیکل:«د بېلابېلو هېوادونو څخه اسلامپاله جهادي ډلې زما د شخصي غېر محرم ټلیفون له لارې اړیکه نیسي، د ګواښ او توهین پیغامونه راته پرېږدي.»
هغه زیاته کړې: «پرېږدئ چې هغوی دې اړیکو او ګواښونو ته دوام وکړي؛ زه به هم د ترهګرو د غړو او مشرانو د له منځه امر ته دوام ورکړم.»

نور خبرونه

رادیو