د امریکا کانګرس غړی: روسیې د ایرانۍ بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د پولنډ پر خاوره برید وکړ

۴ ورځې مخکې

د امریکا د استازو جرګې غړي جو وېلسون ویلي، چې روسیې د ایران له‌خوا جوړ شوي «شهید» ډرون په کارونې سره د ناټو پر غړي هېواد (پولنډ) برید وکړ.

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي دي: «دا جنګي اقدام دی. موږ د جنګي مجرم ولادیمیر پوتین د بې‌دلیله یرغل پر وړاندې د ناټو د متحدینو له چټک غبرګون څخه مننه کوو.»

د امریکا په کانګرس کې نوموړي جمهوریت‌غوښتونکي غړي زیاته کړې، دغه پېښه په سپینه ماڼۍ کې له پولنډي سیال سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لیدنې یوه اوونۍ وروسته رامنځته کېږي.

نور خبرونه

رادیو