د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پُلخشتي او سپاهی ګمنام څلور لارې ترمنځ تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۸مه) په یو لړ مراسمو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل ښاروالي وايي، دغه مارکېټ چې په ۷،۸۴۵متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره ډیزاین شوی، په ۱۶ میاشتو کې د ۲۸۱ میلیونه او ۸۴۵ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۳۳۷ هټۍ لري.
د قرارداد او مالي ماډل پر بنسټ، د پروژې پلي کوونکی خصوصي سکټور به د دغه مارکېټ د هټیو کرایه د کابل ښاروالۍ اړوند بانکي حساب له لارې د ۳۰ کلونو لپاره له متشبثینو راټوله کړي او د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته به یاد مارکېټ کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي.
د قرارداد له مخې به د دغې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره چې یو میلیارد او ۵۵۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، ۳۵ سلنه به یې کابل ښاروالۍ ته ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پُلخشتي سیمې د ځمکې لاندې مارکېټ د پاسه سړک د سپاهی ګمنام تر څلور لارې پورې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره بیا رغول شوی او اوس د ټرافیکو پر مخ پرانېستی دی.