د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د پېښور د درغلیو ضد څانګې په یولړ عملیاتو کې پنځه افغان وګړي د پاکستاني سفري اسنادو د جوړولو په تور نیولي دي.
د ایف ای اې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان چې د بلخ ولایت د مزار شریف اوسېدونکي دي، په ناقانونه ډول پاکستان ته تللي وو او هڅه یې کوله د یوه منځګړي په مرسته پاکستانۍ پېژندپاڼې او سفري اسناد ترلاسه کړي.
پاکستاني چارواکي وایي، د لومړنیو څېړنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه افغان وګړي د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د هېواد د مهاجرت د اصولو خلاف په پاکستان کې مېشت وو.
سرچینې زیاتوي چې د نیول شویو کسانو په تړاو لا هم څېړنې روانې دي او کېدای شي په دې تړاو نور کسان هم ونیول شي.