د امریکا ډیموکراټ سناتور ډیک ډوربېن ویلي، چې د ناټو فضا ته د روسیې بېپیلوټه الوتکو دننه کېدل، یو جدي خبرداری دی. هغه وويل: «ولادیمیر پوتین هڅه کوي، چې د پولنډ او بالتیک ایالتونو د خوندیتوب لپاره زموږ اراده و ازمايي.»
نوموړي زیاته کړې: «هغه قتل عام ته په پام چې پوتین په اوکراین کې ترسره کړی، دغه ډول سرغړونې باید له پامه ونهغورځول شي.»