د ایران د بهرنیو چارو وزیر مصر ته ورسېد

۵ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي یې له مصري چارواکو سره د لېدنې په موخه مصر ته سفر وکړ. ایراني رسنیو ویلي، چې عباس عراقچي به د دغه سفر په لړ کې له لوړپوړو مصري چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

له بل پلوه داسې راپورونه خپاره شوي، چې عراقچي به په مصر کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان له مشر رافایل ګروسي سره هم وګوري. تمه کېږي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان له مشر سره په کتنه کې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو هم خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو