د ناروې حاکم کارګر ګوند د دغه هېواد ټاکنې وګټلې او د دویم وار لپاره واک ته ورسېد. دغه ګوند په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي. د رسمي شمېرو له مخې؛ د ناروې د لومړي وزیر یونس ګارستوره کارګر ګوند په ټاکنو کې ۸۷ څوکۍ ګټلې دي.
په ټاکنو کې د کارګر ګوند په بریا به د ناروې اوسنی لومړی وزیر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکړي.