د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر د کونړ له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو په موخه ۲۰ ټُنه غېرخوراکي توکي د دوشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول. په دغو مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.
د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر مرستیالې ستاتا کیس د دغو مرستو د سپارلو پر مهال ژمنه وکړه، چې د کونړ د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې دغه مرستې به په روڼتیا سره د کونړ زلزلهځپلو ته ورسول شي.
خو په کونړ کې یو شمېر زلزلهځپلي شکایت لري، چې د نړۍوالو له دومره ډېرو مرستو سره سره لا هم ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي او ځینې یې بیا وايي، چې ډېری مرستې د طالبانو له لوري په ګودامونو کې ساتل کېږي.