په مرکزي مکسیکو کې د اورګاډي او دوه پوړیز مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.
د رویټرز حبري اژانس د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې بس چلوونکي هڅه وکړه د روان باروړونکي اورګاډي له مخې تېر شي، چې د وخت د نه درک کولو له امله دا درنه پېښه رامنځته شوه. ټپیان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د اورګاډي د چلولو شرکت «سي پي کې سي اېم» د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او د پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
دغه شرکت په کلکه ټینګار کړی، چې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د رېلپټلۍ د تګ راتګ اصولو ته نه پاملرنه د ورته پېښو اصلي لامل دی.
سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، خو ټینګار کوي چې د رېلپټلۍ د تګ راتګ پر مهال د نښو او تم ځایونو نه مراعاتول د ګڼو انساني مرګژوبلې سبب ګرځي.