د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه کې له ټولو ادارو وغوښتل، چې د ټولنې د اصلاح په برخه کې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو او رسنیو ګټه واخلي.
امین الله عبید په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د کابل ولایت مقام په تالار کې په دولتي ادارو کې د امربالمعروف د اصل د تطبیق د څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، زیاته کړه چې امربالمعروف او نهی عنالمنکر یوازې یو قانوني چوکاټ نه، بلکې یو الهي مسوولیت دی چې د اسلامي امت د اصلاح او بیدارۍ بنسټ جوړوي.
نوموړي له ټولو دولتي ادارو وغوښتل: «د ټولنې د اصلاح په برخه کې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او له رسنیو څخه ګټه واخلئ، ځکه د دین د ارزښتونو خپرول یوازې د یوې ادارې دنده نه ده، بلکې دا یو ټولنیز مسوولیت دی.»
د نوموړي په وینا، طالبان یوازې د اداري نظم ساتونکي نه دي، بلکې د دیني ارزښتونو مسوول هم دي او ټول فعالیتونه باید د شریعت له چوکاټ سره سم عیار شي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې له رسنیو پر استفادې ټینګار لري، چې دمګړی په افغانستان کې فعالې رسنۍ له شدیدو محدودیتونو سره مخ دي او ځينې یې د لګول شویو محدودیتونو له امله بندې شوې هم دي.