محمد قاسم خالد: هېوادوال دې د ناقانونه کډوالۍ لپاره د نیمروز له لارو استفاده نه کوي

۶ ورځې مخکې

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو یوې غونډه کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ناقانونه کډوالۍ لپاره له نیمروز څخه د ګاونډیو هېوادونو پر لور سفر ونه کړي، ځکه چې په وینا یې «دا کار د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

نیمروز یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې ډېری افغانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د همدې ولایت له لارې ایران ته او ځینې بیا په سختو او مرګونو لارو ترکیې او ورپسې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

محمد قاسم خالد همداراز په ډاګه کړه، چې تر دې وروسته په انساني قاچاق کې کارېدونکي موټر به بېرته ورنکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر ځوانان په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ او همداراز د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو له امله ګاونډیو هېوادونو ته ځي او ایران ته د تللو یوه لاره پر نیمروز ولایت ده.

نور خبرونه

رادیو