په غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي، چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۸ کسان مړه او ۷نور ټپیان شوي دي. هغه وایي، د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د کوتل روضې په سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ۴ نور مساپر ټپیان شوي.
د هغه په وینا؛ تېر ماښام هم په واغظ او اب بند ولسوالیو کې د دوو نورو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۲ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.