په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دې ډلې سفیر مولوي ګل حسن حسن او د دوی د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مولوي مطیعالحق د ختیځ اقتصادي فورم ناسته کې ګډون کړی. یاد سفارت ویلي، دې ناستې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وینا کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو سیاسي چارواکو، اقتصادي او علمي شخصیتونو برخه اخیستې وه. د خبر لهمخې، د دغه فورم د ګډونوالو ویناوې د همکاریو پر پراختیا، پانګونې او د سیمه ییز اړیکو پر ډېرېدو راڅرخېدې.
همداراز ویل شوي چې د طالبانو دغه سفیر لوی یوریشیا ملګرتیا غونډه کې، د نړۍوالو تادیاتو اړوند ناستې او د چاپېریال ساتنې اړوند پروګرامو تر څنګ د مسکو یوه دولتي پوهنتون دننه په علمي سیمینار کې هم ګډون کړی دی.
ویل شوي چې مولوي ګل حسن په یاد پوهنتون کې له افغان زدهکړیالانو سره هم ناسته کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلي دي. طالبان په داسې حال کې مسکو کې د خپلو ناستو خبرونه خپروي چې دا ډله په ټوله نړۍ کې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوې، خو سفیر پرته له ډېپلوماټیک پروټوکول څخه منل شوی.
د شنونکو په اند، طالبانو ته د اړیکو لپاره چین، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي او ویل کېږي دا اړیکې هم د امنیتي او اندېښنو له کبله طالبانو سره پالل کېږي. د روسیې او طالبانو ترمنځ شته اړیکو ته هم د شک په سترګه کتل کېږي او کارپوهان باور لري چې په دغو اړیکو کې رېښتینولي نه تر سترګو کېږي.
هممهاله روسیې چارواکو له رسمیت پېژندنې سره سره نیوکې کړي چې پر کابل واکمنو طالبانو په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته ځایونه ورکړي او په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره یو لوی سرخوږی دی.