اسراییلي لاریون‌کوونکي : ټرمپ دې د غزې اوربند او زمونږ د بندیانو خوشې‌کېدو موضوع جدي وګڼي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

نړۍوالې رسنۍ وايي چې پرون (شنبه، وږي ۱۵مه) په تل‌ابیب او بیت‌المقدس کې لسګونه زره اسراييلیان راټول شوي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یې غوښتي چې د غزې اوربند او بندیانو د خوشې‌کېدو موضوع دې جدي وګڼي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، په غزه کې اوس هم ۴۸ا سراییلیان بندیان دي او چارواکي زیاتوي چې شاوخوا ۲۰ یې ژوندي دي. د دې بندیانو کورنۍ ډارېږي او نیوکه کوي چې پر غزه د اسراییل بریدونو د هغوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ټرمپ ویلي چې نوموړی په جدي ډول له حماس سره پر خبرو بوخت دی، خو تر دې مهاله له یادې ډلې سره کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی.

نور خبرونه

رادیو