د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د تخار په درقد ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) یوه ښځه د «زنا» په تور په ۳۹ دُرو ووهل شوه. خو دغې محکمې د دغې قضيې د بل لوري په تړاو څه نه دي ویلي.
یادې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده ښځې له دُرو وهلو سربېره پر ۴ کاله تنفیذي حبس هم محکومه شوې ده.
خو لکه څنګه چې ښکاره ده د «زنا» په فعل کې ښځه او نارینه دواړه ښکېل وي، خو په دغه پېښه کې یوازې ښځې ته په همدې تور سزا ورکړل شوې او د مقابل لوري په تړاو هېڅ هم نه دي ویل شوي.