د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د جګړې د ختمولو لپاره اسراییلیانو د ده شرطونه منلي او اوس باید حماس هم دغه شرطونه ومني.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په «ټروث سوشال» ټولنیز شبکه کې لیکلي: «حماس ته مې د هوکړې د نه منلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی او نور خبرداری به نه وي.»
تر دې وړاندې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و، چې د امریکا د حکومت د وړاندیز شوې طرحې له مخې، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ ټول ۴۸ یرغمل شوي (ژوندي او مړه) تسلیم کړي او په بدل کې به یې اسراییل زرګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.
له دې سره، د اسراییل پوځ به د غزې ښار د نیولو عملیات ودروي او له ښار څخه بهر به ځای پر ځای شي.