رویټرز خبري اژانس د سويلي کوریا د چارواکو له خولې لیکلي چې د امریکا له لوري د سلګونو کوریايي کارګرانو نیولکېدو ویډیو خپرولو خواشيني کړي دي. دا کار د دواړو هېوادونو مشرانو تر غونډې لنډه موده وروسته شوی دی.
امریکايي پولیسو په جورجیا کې پر هیونډای فابریکه یرغل وکړ او ۴۷۵ کارګران یې ونیول چې تر ۳۰۰ ډېر یې کوریايان وو.
ټرمپ دا کارګران ناقانونه بللي، خو سویلي کوریا د عادلانه حل غوښتنه کړې او د خپلو کارګرانو د خلاصون لپاره یې امریکا ته پلاوی استولی دی.