د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۷۴۲۹ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د یاد وزارت په حواله ویلي، چې یادو کډوالو کورنیو ته یې خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي او یو شمېر کورنۍ یې په وړیا توګه خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.