رویټرز خبري اژانس د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې په حواله ویلي، د سوېلي پنجاب ملتان ولسوالۍ کې د سېلابځپلو خلکو د ژغورنې پر مهال د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا، د مرستو ۴۲۳ کیمپونه، ۵۱۲ روغتیايي مرکزونه او څارویو د ژغورنې لپاره ۴۳۲ پوستې جوړې شوي دي. تر دې مهاله تر ۱.۵ مېلیونه ډېر څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې د مرستو رسونې د کمېسیون غړي نبیل جاوېد ویلي و چې د راوي، ستلج او چناب سیندونو د سېلابونو له امله تر څلور زره او ۱۰۰ ډېر کلي اغېزمن او تر دوو مېلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو نه وتلو ته اړ شوي دي.