نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا د واکمن ګوند د وېشلکېدو د مخنيوي په خاطر استعفا کوي. جاپاني رسنیو لیکلي چې نوموړي د نړۍ څلورم اقتصادي ځواک (جاپان) د سياسي ګډوډۍ پر لور روان کړ.
د راپورونو لهمخې، د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا تر ډېرو فشارونو وروسته د خپل واکمن ګوند د وېشلو د مخنیوي لپاره استعفا ته اړ شوی.
ایشیبا په ټولټاکنو کې د ماتې او لوړو لګښتونو له امله تر فشار لاندې دی او په داسې وخت کې یې استعفا ورکوي چې ښايي ګوند په نږدې ورځو کې د هغه په اړه انتخابات کړي وای او هغه یې د ګوند له مشرۍ څخه ګوښه کړی وای. نوموړی همداراز د ګوند له مشرۍ او صدارت څخه هم استعفا کوي.