د برېتانیا د ښياړخ افراطي ګوند مشر نايجل فراج له «سکای نیوز» سره په مرکه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خپله تګلاره روښانه کړه. هغه وویل، په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په صورت کې به افغانې پناه غوښتونکې له دې هېواده وشړي.
تر دې وړاندې د افغان ښځینه پناه غوښتونکو د شړلو په اړه د نايجل فراج دریځ ناڅرګند و. هغه مخکې ویلي وو، چې افغان ښځې به هغه بنسټپاله رژيم ته چې د لوېديځو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته رسېدلی، بېرته ونه ستنوي، خو اوس وايي چې دا کار به هم ترسره کړي.
تر دې وړاندې د همدې ګوند غړي ضیا یوسف هم ویلي وو، چې که د دوی ګوند په ټاکنو کې بریالی شي، چمتو دي د «غېرقانوني» افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکړي. ضیا یوسف ویلي وو، چې طالبانو او ارتیرې ته یې د «۲ میلیارده پونډو» د بودیجې وړاندیز په پام کې نیولې ده.
د هغه دغو څرګندونو د برېتانیا د پناه غوښتونکو د ملاتړ کوونکو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. دغو بنسټونو په برمېنګهم کې په سړکونو کې داسې بېلبورډونه نصب کړي، چې د نايجل فراج انځور د یوه طالب جنګيالي تر څنګ ښکاره کوي او پکې د طالبانو دا پیغام په لوی لاس برجسته شوی دی: «موږ د نايجل فراج له همکارۍ سره چمتو او لېوال یو.»
د برېتانیا «ابزرور» ورځپاڼې تازه راپور ورکړی، چې دغه هېواد د روان کال د لومړۍ نیمایي تر پایه د څه باندې شپږ زره افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي، چې له یاد شمېر څخه شاوخوا ۴۰۰ افغان ښځې او نجونې، د پناه غوښتنې د ردېدو له امله په برېتانیا کې له بې برخلیکه ژوند سره مخ دي.