د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د پانګونې جذب او برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس پرمهال وویل، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اوس یې وخت دې چې هېوادونه د کانکونو په استخراج، برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
عبدالسلام حنفي وویل چې طالبان د سیمي او نړۍ د ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو غوښتنه کوي او د سیمي د هېوادونو په جګړو کې د ښکیلتیا اراده نه لري.
نوموړي د سیمي له هېوادونه وغوښتل، چې د افغانستان په کانونو او برېښنا برخه کې دې پانګونه وکړي.
عبدالسلام حنفي وايي:«هغوی چې له موږ سره جګړه کوله، موږ پسې نه وو تللي، موږ مجبوره وو، چې دفاع وکړو.»
نوموړي وویل، هغو هېوادونو چې مخکې د افغانستان په جګړه کې پانګونه کوله اوس دې د کانونو په اېستلو، برېښنا، ترانسپورټ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
حنفي زیاته کړه:«ګاونډیو هېوادونو ته دا پیغام لرم، هېڅکله د افغانستان له لوري اندېښنه مه کوئ. تاسو موږ ته احترام ولری، موږ به تاسو ته احترام ولرو. موږ هېچاته اجازه نه ورکو، چې د افغانستان له خاوري زموږ د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده کړي.»
نوموړي وویل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او له افغان او بهرنیو سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د کانونو او انرژۍ برخو کې دې پانګونه وکړي.