اسراييلي پوځ وايي، چې د غزې ښار ۴۰ سلنه برخه یې نیولې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

اسراييلي پوځ ویلي، چې د غزې ښار ۴۰ سلنه برخه یې نیولې او عملیات به نور هم پراخ کړي. د اسراییل دغه عملیاتو سره هم‌مهاله په غزه کې ګڼ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په دغه چاڼیزو عملیاتو کې یوازې د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

اسراييل وایي، په زیتون او شیخ رضوان سیمو کې یې پرمختګ کړی او د حماس تر ځپلو او د یرغملو تر خلاصونه پورې به دغو عملیاتو ته دوام ورکړي.

دغه عملیات چې (د اګست په ۱۰مه نېټه) پیل شوي، د سخت بشري ناورین له امله له ګڼو نیوکو سره مخ شوي دي. مرستندویه ډلې خبرداری ورکوي، چې د نورو خلکو بې‌ځایه کېدل به د غزې کړکېچ لا پراخ کړي.

نور خبرونه

رادیو