د عراق امنیتي بنسټونه وايي، چې د اوږدمهالي عملیاتو په پایله کې یې د داعش وسلهوالې ډلې یوه ملاتړکوونکې شبکه لهمنځه وړې ده. د دغه بنسټونو په وینا؛ دغې شبکې داعش ته ځواکونه او مالي سرچینې لېږدولې.
د راپورونو پر بنسټ؛ د داعش ملاتړکوونکې شبکې پر خلاف عملیاتو له ۷۵۰ ورځو ډېر دوام وکړ او د عراق استخباراتي او د ترهګرۍ ضد ځواکونو په کې کلیدي رول ولوباوه. دغه شبکه د عراق دننه او بهر فعاله وه او له بېلابېلو هېوادونو څخه یې ترهګر عراق ته لېږدول.
عراقي چارواکي وايي، چې یاد عملیات د دغه هېواد د سترې قضايي شورا د لارښوونې لهمخې په کرکوک ولایت کې ترسره شوي او د داعش ډلې لپاره د تمویل یوه مهمه سرچینه یې په نښه کړې ده.
دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د عراق او سوریې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د داعش ترهګریز فعالیتونه زیات شوي او د دغې ډلې د بیا راژوندۍ کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.