د حماس یوه پلاوي په قطر کې له عباس عراقچي سره وکتل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د حماس ډلې یو پلاوي د پنجشنبې ماښام په قطر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي. په دغه لېدنه کې د حماس ډلې غوښتي، چې نړۍ باید د فلسطینيانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو د لېږلو، د نسل‌وژنې او د جګړې د ختمولو په برخه کې یو موټی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په قطر کې د حماس د دفتر مسوول خلیل الحیه او د دغې ډلې د رهبرۍ شورا او سیاسي دفتر یوشمېر غړو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې د عراقچي په حوالې راغلي، چې باید اسلامي هېوادونه په غزه کې د نسل‌وژنې او د غزې خلکو ته د بېړنیو مرستو د مخنيوي په اړه ګډ دریځ ولري او په دې برخه کې اسراييلي مشران محاکمه شي.

نور خبرونه

رادیو