د یمن حوثیان: په بیت‌المقدس او حیفا ښارونو کې مو د اسراییل پوځي اهداف په نښه کړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د یمن حوثي وسله‌والې ډلې ویاند یحیی السریع اعلان وکړ، چې دې ډلې په بیت‌المقدس او حیفا ښارونو کې د اسراییلي پوځ پر مهمو اهدافو دوه بریالي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي، چې په لومړي بريد کې د «فلسطین ۲» په نوم یو هایپرسونیک بالستیک توغندی د بیت‌المقدس په لوېدیځ کې پر یوه حساس هدف ګوزار شوی دی. د نوموړي په ​​وينا؛ په دویم بريد کې يوې بې‌پيلوټه الوتکې د حيفا ښار يو مهم هدف په نښه کړی دی.

السریع په دغو بریدونو کې د ملکیانو او اسراییلي پوځ د مرګ‌ژوبلې او زیان په اړه څه نه‌دي ویلي.

ورته‌مهال اسراییلي پوځ منلې، چې پر خاوره یې د یمن له‌خوا توغندي ګوزار شوي؛ خو زیاتوي چې د شنډېدو هڅه یې روانه ده.

د یمن حوثیانو ویاند ټینګار کړی، چې دغه بریدونه د فلسطین پر خلکو د اسراییل د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو