امریکا: د کانګو او روانډا د سولې تړون د څار په ګډه غونډه کې مو ګډون کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد د قطر، توګو او د افریقایي اتحادیې د کمېسیون له استازو سره یو ځای د «کانګو او رونډا» سولې تړون د څار ګډې کمېټې په دویمه غونډه کې برخه اخیستې ده.

دغه غونډه د «جمهوري ډېموکراتیک کانګو» او «روانډا» ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کېدو د ارزونې او څارنې په موخه جوړه شوې وه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره نړۍواله همکاري اړینه ده او واشنګټن به د افریقایي هېوادونو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ګډې کمېټې لومړۍ غونډه څو میاشتې وړاندې ترسره شوې وه او اوس د دویمې غونډې په ترڅ کې پر راتلونکو ګامونو، د شخړو د کمولو او د همکارۍ د پراختیا په اړه بحث شوی دی.

نور خبرونه

رادیو